Language

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي امارت لومړنۍ موخې ترلاسه شوې دي

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال وايي چې د اسلامي امارت لومړنۍ موخې ترلاسه شوې او اوس له ګاوڼدیو، سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې په ښه حالت کې دي.

ارګ تېر ورځ (چهارشنبه) ماښام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو له یو شمېر مسوولینو او استازو سره لیدنه کړې ده.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال وايي چې اسلامي امارت دیني او عصري زده‌کړو ته ارزښت ورکوي او له همدې امله د دیني او عصري زده‌کړو ترمنځ واټن له منځه تللی دی.

نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د زده‌کړو ملاتړی دی او هڅه کوي څو د لوړو زده‌کړو خصوصي سکټور ته غوره امکانات برابر کړي.

هغه څرګنده کړې چې د خصوصي پوهنتونونو د استازو پر وړاندیزونو فکر او غور کېږي او د حل لپاره به یې هڅه وشي.

بلخوا، د خصوصي پوهنتونونو مسوولینو ویلي چې په تدریجي ډول به د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو کچه له نړۍوالو تحصیلي بنسټونو سره برابره شي او په دې برخه کې د اسلامي امارت په همکارۍ ډېرې هڅې شوې دي

هغوی زیاته کړې چې په هېواد کې دې د خصوصي تحصیلي او ښوونیز سکټور د لا ملاتړ په موخه څو اړخېزه کمېټه جوړه شي چې د اړتیا په صورت کې ناستې ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.