کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۳): د کابل ښار اتمه ناحیه کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو شپږ پروژې د ۴۷ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ښاریانو ته د ترانسپورټي او ټولنیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه د اتمې ناحیې اړوند ۲۴م ګذر په قلعه برقي، د ۲۵م ګذر د کارته نو تپې، د ۲۸م ګذر د حضرت بلال جومات، د ۳۵ او ۳۶م ګذر په قلعه حشمت خان او د ۴۳م ګذر په قلعه حسن خان سیمو کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو شپږ پروژې بشپړې شوې.
سرچینې زیاته کړې، یاد سړکونه ټول ۵۸۶۱ متره اوږدوالی او له درېنیم تر پنځو مترو پورې سور لري چې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو پروژوي خدمتونو دفتر د ۴۷ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې پاخه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د دغو پروژو د کار په لړ کې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د کابل ښاروالۍ دغه راز ویلي چې په راتلونکي کې به ورته نورې پروژې هم د یادې ناحیې په کچه طرحه او پلې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP