Language

غزني کې ترافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي

غزني (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۳): د غزني ولایت په مربوطاتو کې د کابل - کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت اب‌بند ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل - کندهار پر لویه لار یو کرولا او ۵۸۰ موټرو ټکر کړی دی.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان مړه او د درېيو ماشومانو په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره، د یادې پېښې ټپيان د غزني حوزوي روغتون ته له انتقال وروسته د ښې درملنې په موخه پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.

سرحدي وویل چې پېښه د موټرچلوونکو بې‌احتیاطۍ له امله شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل – لوګر پر لویه لار هم د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو په ګډون څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.