Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لاوروف: د امریکا او د هغې د متحدینو یرغلیز فعالیت د ټولې اوراسیا قارې امنیت ګواښي

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۳): د روسیې بهرنیو چارو وزیر وايي، د امریکا او د دغه هېواد د متحدینو «تهاجمی فعالیت» د ټولې اوراسیا قارې امنیت ګواښي او د ټوټې ټوټې کېدو خطر یې ډېروي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي ‌لاوروف دغه څرګندونې په مينسک کې د اوراسيا امنيت دويم نړۍوال کنفرانس ته په خپله وينا کې کړې دي.

هغه ویلي چې د امریکا او د هغې د متحدینو «تهاجمي فعالیت» د ټولې اوراسیا برعظم امنیت ګواښي او د ټوټې ټوټې کېدو خطر یې زیاتوي.

هغه زیاته کړې: لوېدیځ په سوېلي قفقاز کې لاسوهنې ته دوام ورکوي او د ارمنستان او اذربایجان د سولې پر بهیر د اغېز درلودو په لټه کې دی؛ په داسې حال کې چې امریکا او متحدین یې هڅه کوي څو په افغانستان کې د کاواکه ثبات اوضاع کې ځان داخل کړي او د دغه بهیر د له سره پیلېدو لپاره پلمه جوړه کړي.»

د يادونې ده چې اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.