Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسپانیا کې د سېلاب له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۱۵۸ ته ورسېد

کابل (پژواک، ۱۱ عقرب ۱۴۰۳): د راپورونو پر بنسټ، په اسپانیا کې د سېلابونو راتلو له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۱۵۸ ته رسېدلی او نامعلوم شمېر کسان لا هم  نادرکه دي.

د تېرې سه‌شنبې په ورځ د اسپانیا په ختیځ او سوېل کې سخت توپان له ځان سره باران او سېلابونه راوستل چې موټر یې وړي، د خلکو کورونه یې ړنګ کړي او سړکونه یې له اوبو او خټو ډک کړي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ژغورنې ډلې لا هم د ورکو شوو کسانو په لټه کې دي.

اسپانيایي چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې ټول ۱۵۸ کسان مړه شوي او لسګونه نور نادرکه دي.

د چارواکو په وینا، د ژغورنې ډلو د پنج‌شنبې په ورځ د یوه ځايي پولیس په ګډون د اتو کسانو جسدونه پیدا کړي چې د والنسیا ښار په څنډه کې ایسار پاتې وو.

د راپور له مخې، کېدای شي دغه سېلاب په تېرو پنځو لسیزو کې په اروپا کې یو لوی ناورین حساب شي.

د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز هم په وروستیو ساعتونو کې د ورکو شوو کسانو او اوښتو زیانونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو لیکلي: «ډېر پام کوئ او له غیرضروري سفره ډډه وکړئ.»

د اسپانیا حکومت درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی او د دغه هېواد بیرغ هم پر دولتي ودانیو نیم‌ځوړند دی.

د یادولو ده، د دغه توپان او سېلاب له امله تر ټولو ډېر زیانونه په والنسیا ولایت کې اوښتي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.