Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی

مهترلام (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۳): د لغمان ولایت د ترافیکو مدیریت وایي، د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د لغمان ولایت د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل یاده پېښه کې نن ماسپښین شاوخوا درې بجې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د چهار باغ په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل چې په یاده سیمه کې یو ماشوم د سړک پر غاړه روان و چې یوه موټر وهلی او له ټپي کېدو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړ.

د نوموړي په وینا، د پېښې په تړاو یې دو تنه نیول شوي او له څېړنو وروسته به عدلي او قضایي اورګانونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.