کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۳): د غزې روغتيايي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیل بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸۶ نور ټپيان شوي دي.
د فلسطین دولتي خبري اژانس (وفا) د راپور له مخې، دغه مرګژوبله د غزې په بېلابېلو سيمو کې د اسرائیلي ځواکونو په بېلابېلو مرګونو بریدونو کې اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، تر دې مهاله په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو بریدونو کې څه باندې ۴۳۳۱۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۲۰۱۹ نور ټپيان شوي دي.
                        
                        
                
                    
								
            
                
                
                
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP