Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې یو ټانکر کې د ګاز ډبې چاودنې درې تنه وژلي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۳): د غزني امنيه قومانداني وایي، د غزني ښار بلخ دروازې ته څېرمه د ټانکر جوړونې سرای کې یو ټانکر کې د ګاز ډبې چاودنې درې تنه وژلي دي.

د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د بلخ دروازې ته څېرمه د ټانکر جوړونې په یوه سرای کې شوې ده.

سرچېنې د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي، درېیو کسانو په ټانکر کې ولډینګ کاوه چې د ولډینګ د ګاز ډبۍ چاودنه کړې او درېیو واړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.