Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرنې وزارت مرستیال: که نړۍ غواړي بې‌وزلي کمه کړي، له افغانستانه دې پیل کړي

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۳): په چین کې د بې‌وزلۍ کمولو او د کرنې ودې په نړۍوال کنفرانس کې د هېواد د کرنې وزارت مرستیال په افغانستان کې د کرنې برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې او ویلي دي: «که نړۍ غواړي بې‌وزلي کمه کړي، غوره ده چې له افغانستانه یې پیل کړي.»

د بې‌وزلۍ کمولو او د کرنې د ودې نړۍوال کنفرانس د بې‌وزلۍ کمولو او په نړۍ کې له ۸۰۰ میلیون کسانو سره د مرستې په موخه د افغانستان د کرنې وزارت د مرستیال او د یو شمېر هېوادونو د کرنې ۳۰۰ متخصصینو او مسوولینو په ګډون د لړم میاشتې په ۸مه په بیجینګ ښار کې جوړ شو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن شنبه یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني دغه کنفرانس کې خپلو خبرو کې له هغو هېوادونو چې د اوبو له کمښت، جنګ او نورو ستونزو سره مخ دي، د ملاتړ پر اهمیت خبرې وکړې.

هغه ویلي: «الحمدلله، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د کرنې د ودې لپاره ډېر مساعد دی، که نړۍ غواړي بې‌وزلي کمه کړي غوره ده چې له افغانستان یې پیل کړي؛ ځکه افغانستان اوس نړۍوالو ته یو امن‌ځای دی، اوسمهال کرنه، صنعت او سوداګري د ودې په حال کې دي، نو راشئ افغانستان کې پانګونه وکړئ څو نه یوازې له افغانستان، بلکې د نړۍ له یو میلیارد نفوس سره چې له بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي مرسته وکړو.»

سرچینې لیکلي چې عثماني دغه‌راز په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کېدو په اړه هم خبرې کړي او زیاته کړې یې ده: «افغانستان ۲۰ کاله مخکې د نشه‌یي توکو د یوه لوی تولیدونکي او د کوکنارو په نوم پېژندل کېده، خو اسلامي امارت د یوه ځانګړي فرمان په صادرولو سره د نشه‌یي توکو کښت صفر کړ او اوس‌مهال کروندګرو حلالو محصولاتو ته مخه کړې ده.»

نوموړي ویلي: «که غواړئ کرنه وده وکړي راشئ د افغانستان د کرنې برخه کې پانګونه وکړئ او د بدیل معیشت پروګرامونو په ترسره کولو د افغانستان له بزګرو ملاتړ وکړئ؛ ځکه چې د کوکنارو ستونزه نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله نړۍ زیانمنوي.»

هغه دغه‌راز له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه وکړه څو شته امنیت ته په کتو، د افغانستان بزګرو ته لازمې مرستې برابرې کړي.

دغه کنفرانس کې د اکسفورډ پوهنتون یوه استاد هم د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او د بېلابېلو هېوادونو له مسوولینو یې غوښتنه وکړه څو له افغانستان سره همکاري وکړي.

یاد نړۍوال کنفرانس د چین په کوربه‌توب ترسره شو چې په کې د یو شمېر هېوادونو د کرنې متخصصینو او مسوولینو ګډون کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.