کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۳): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو، هندي بورې، مالیزیایي غوړيو او سرو زور بیې لوړې شوې دي.
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۴۵۰ څخه ۱۵۰۰ افغانیو، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۳۵۰ څخه ۲۴۵۰ افغانیو او د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۵۰۰ څخه ۱۷۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرچینې په وینا، په وروستیو ورځو کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د بدلېدو په حال کې دی؛ کله لوړېږي او کله ټیټېږي، له همدې امله د یادو توکو بیې لوړې شوې دي.
خو نوموړی وايي، نن هم لکه تېره شنبې په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۰۰ او د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیې
د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وايي چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۷۵۰ څخه ۴۸۰۰ افغانیو ته او د یوه ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۷۵۰ څخه ۳۸۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو بیو بدلون نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره اړیکه لري.
نفتي توکي
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې نن هم لکه تېره شنبې د یو لېتر پټرولو بیه ۵۹ افغانۍ ده او یو لېتر ډېزل په ۶۱ افغانۍ پلورل کېږي.
دغه راز، د کابل ښار په کلولهپشته سیمه کې ګاز پلورونکی محمدشریف وایي، نن هم د اوو ورځې مخکې په څېر یو کیلوګرام ګاز په ۴۸ افغانۍ پلوري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۶۷ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانۍ بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لړم میاشتې په ۵مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۶۷ اعشاریه ۲۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانیو تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP