Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپيان شوي دي.

د غزني امنیه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک ته وویل چې نن له غرمې وروسته د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د خرخشي په سیمه کې یو فېلډر او کرولا موټرو ټکر کړی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې یو کس مړ او دوې ښځې او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي چې جسد او ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د غزني حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې هم د غزني په اب بند ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.