هرات (پژواک، ۱۳ لړم ١٤٠٣): د هرات امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت غوریان ولسوالۍ کې شپږ کسان د ژویو او مرغانو د ناقانونه ښکار په تور نیول شوي دي.
د هېواد په لوېدیځ کې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې تېره شپه د دغه ولایت غوریان ولسوالۍ مربوطاتو کې د دې قول اردو د لسمې سرحدي لوا د اووم کنډک امنیتي ځواکونو د ناقانونه ښکار په تور شپږ کسان نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له نیول شوو کسانو درې موټرسایکلونه او یوه اندازه تجهیزات هم لاسته راغلي.
سرچینې په دې اړه ډېر جزئیات نه دي شریک کړي خو وایي چې د دې قول اردو د لسمې سرحدي لوا پرسونل ښکاریان د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ژویو او مرغانو د ښکار په حال کې نیولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP