Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خالص: د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو ته باید له سیاسي اړخه نه بلکې له بشري اړخه وکتل شي

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۳): د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس په افغانستان کې د یونما له مشرې سره په لېدنه کې ویلي، د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو څخه ولسونه زیانمن کیږي او دې موضوع ته باید له سیاسې اړخه نه بلکې د بشري اړخه وکتل شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې  رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص په افغانستان کې د ملګرو ملتونو (یوناما) له ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا، د یوناما له مرستیال اندریکا رتواتي او تخنیکي ټیم سره وکتل.

سرچېنې لیکلي، په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، د اقلیمي بدلون سره د مبارزې او سازښت، د ملګرو ملتونو د اقلیميبدلون نړۍوال کنفراس (COP-29) د څرنګوالي او تابیاوو په تړاو هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

خالص ویلي، د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو څخه ولسونه زیانمن کیږي او دې موضوع ته باید له سیاسې اړخه نه بلکې د بشري اړخه وکتل شي.

ده ویلي: «که موږ په دې برخه کې مشترک قدمونه واخلو؛ نو د عملي اقداماتو لپاره به زمینه مساعده شي

هغه د یوناما له مسوولینو غوښتنه کړې چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره خپله همکاري جاري وساتي.

په افغانستان کې د یوناما مشرې ویلي: «موږ تل هڅې کوو چې تاسو له نړۍوالو سره یو ځای کېنوو او دا زموږ د اجنډا شامل موضوعاتدي چې له تاسو سره به ګډ کار کوو، موږ دې ته ژمن یو چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې به له تاسو سره خپل مشترک کاراو هلوځلو ته دوام ورکړو

هغې ویلي، د (COP-29) نړۍوال کنفرانس یو ارزښتمن فرصت دی او دا به د دې لپاره زمینه مساعده کړي چې په راتلونکو نړۍوالوغونډو کې افغان پلاوی ګډون وکړي. نوموړي ډاډ ورکړی چې هڅه به وکړي ترڅو په دې کنفرانس کې د افغانستان په تړاو ګټورې پرېکړې وشي.

د یوناما مرستیال اندریکا رتواتي هم د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې او ویلي یې دي چې د چاپېریالساتنې ملي ادارې سره د چاپېریالي اسنادو په چمتو کولو کې همکاري وکړي.

هغه ویلي، په تخنیکې او نورو برخو کې به د دې ادارې سره خپلې ناستې او همکاري جاري وساتي او هڅه به وکړي چې په نړۍوالوغونډو کې د افغانستان استازو لپاره د ګډون زمینه برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.