کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۳): د هند په شمال کې یوې درې ته د یوه مسافروړونکي بس موټر لوېدو له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې یو زوړ مسافر وړونکی بس چې ۴۲ کسان په کې سپاره وو، نن دوشنبې (د لړم ۱۴مه) د دغه هېواد د غرنيز ایالت په المورا سیمه کې یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی.
ځايي مسوولینو ویلي چې په دغه بس کې ۴۲ کسان سپاره وو او تر اوسه د پېښې له ځایه ۲۴ مړي پیدا شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، ژغورونکې ډلې سیمې ته رسېدلې او چارواکو ویلي چې ښايي د مړو شمېر ډېر شي.
د یادولو ده چې په نړۍ کې په هند کې تر ټولو ډېرې ترافیکي پېښې کېږي چې ډېری یې د موټر چلوونکو د بېغورۍ، ناسمو سړکونو او زړو موټرو له امله رامنځه کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP