کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ایمرجنسي روغتونونو له مشرې سره په ليدنه کې د شته روغتیایي خدماتو د پراختیا، معلولیت لرونکو ناروغانو ته د خدمتونو برابرولو او ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي برنامو د پیل په اړه خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي روغتونونو له عمومي مشرې، روسیلا میکیو سره وکتل.
سرچينې لیکلي، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتونونو له لوري پر وړاندې کېدونکو خدماتو د خبرو ترڅنګ د ظرفیت لوړونې برخه کې د لنډ مهاله او اوږدمهاله برنامو په لاره اچولو، د شته روغتیايي خدماتو پر پراختیا، معلولیت لرونکو ناروغانو ته د خدماتو برابرولو او په ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي برنامو د پیل اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
جلالي په دغه ليدنه کې د افغانستان روغتیايي برخې د پیاوړتیا لپاره د نړۍوالو روغتیايي ادارو مرسته اړینه بللې او د روغتیايي خدماتو د پراختیا ترڅنګ یې د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې برخه کې د یادې ادارې له عمومي مشرې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د ایمرجنسي روغتونونو مشرې ویلي: «موږ هڅه کوو چې د روغتیا په برخه کې پر اساسي او دوامداره کار سربېره خپل خدمات لا پراخه کړو.»
هغې ویلي، هڅه کوي د نړۍوالې ټولنې په مرسته د افغانستان له روغتیا وزارت سره د مرستې لپاره لا ډېر همکاران را جلب او شته ستونزې حل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP