Language

د ملي تدارکاتو کمېسیون له جوړېدو تر اوسه ۲۹۰ بېلابېلې پروژې منظور شوې دي

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له جوړېدو بیا تر اوسه د شاوخوا ۸۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۹۰ بېلابېلې پروژې منظور شوې دي.

په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته د اسلامي امارت مشر د فرمان له مخې، د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۴۰۱ لمریز کال په لېندۍ میاشت کې جوړ شو چې مشري یې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر پروژې د زېربنا، د کلیو پراختیا، ترانسپورټ، روغتیا، برېښنا، اوبو مدیریت، کرنې، مخابراتو او داسې نورو سکټورونو کې دي.

خبرپاڼه کاږي، یادې پروژې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د افغانستان په بېلابېل ولایتونو کې پلې کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.