کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۳): کورنیو چارو وزارت ته امنیتي سلاکار، پروان ولایت ته والي او مرستیال، دغه راز تخار، سرپل او غور ولایتونو ته نوي مرستیالان وټاکل شول.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه ټاکنې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې شوې دي.
هغه لیکلي، د پروان ولایت مخکنی مرستیال مفتي محمدادریس انوري د دغه ولایت د والي په توګه، د کورنیو چارو وزارت مخکنی امنیتي سلاکار مولوي محمد ابوالوفاء عثماني د پروان ولایت د مرستیال په توګه او د پروان ولایت مخکنی والي مولوي قدرتالله امیني د کورنیو چارو وزارت د امنیتي سلاکار په توګه ټاکل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، د سرپل ولایت مخکنی مرستیال مولوي محمدنادر حقجو د تخار ولایت د مرستیال په توګه او د تخار ولایت مخکنی مرستیال ملا خانمحمد حقاني د سرپل ولایت د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
د مجاهد د معلوماتو له مخې، د بامیان ولایت د استخباراتو مخکنی رییس مولوي نېکمحمد حذیفه د غور ولایت د مرستیال په توګه، مولوي محمدﷲ براء د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندان په توګه او د پکتیکا ولایت مخکنی امنیه قوماندان شیخ محمدشریف حلیم د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د رییس په توګه ګومارل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP