کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، تېره شپه د غزې په شمال کې د بېځایه شوو فلسطینیانو پر کورونو د اسرائیلي ځواکونو هوایي بریدونو کې د ۱۳ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فلسطین دولتي خبري اژانس (وفا) د غزې د روغتيايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه مرګژوبله د غزې په شمال «بیتلاهیا» ښارګوټي کې د بېځایه شوو فلسطینیانو پر استوګنیز کمپلکس د اسرائیلو په بریدونو کې اوښتې ده.
خو رویټرز خبري اژانس بیا د غزې د روغتيايي چارواکو له قوله د وژل شوو شمېر ۳۰ تنه ښودلی دی.
له دې مخکې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) د لړم په ۱۲مه ویلي وو چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې اسرائیلو د غزې په شمال کې ۵۰ ماشومان وژلي؛ یونیسف دا ډل وژنه پر ملکي خلکو د بېپروا بریدونو یوه بله بېلګه بللې ده.
د راپورونو له مخې، په تېر څه باندې یو کال کې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۴۳۳۷۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۰۲ زره نور ټپيان شوي دي.
                        
                        
                
                    
								
            
                
                
                
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP