Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نن په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۳): راپورونه ښیي چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو سیالۍ دومره نږدې سره روانې دي چې یوازې دوه یا درې نومرې هم کولای شي د ټاکنو پایلې بدلې کړي.

په دې ټاکنو کې کاملا هریس د ډيموکرات او ډونالډ ټرمپ د جمهوري‌غوښتونکو ګوندونو له لوري د سيالۍ ډګر ته راوتلي دي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د کمپاين په وروستۍ ورځ کاملا هريس د اقتصاد ښه کولو ژمنې او د يووالي خبرې کولې بل پلو سيال يې ډونالډ ټرمپ بیا د اقتصاد ترڅنګ د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې پر کلکې مبارزې ټينګار کاوه.

په راپور کې راغلي، شمېرې ښيي چې په امريکا کې شاوخوا ۱۴۴ ميليونه خلک د رايو ورکولو وړ دي چې تر نيمايي ډېرو يې وار د مخه خپلې رايې کارولې دي.

د فلوريډا پوهنتون د ټاکنو څېړنيز مرکز د وروستيو شمېرو له مخې، ۸۱ ميليونه کسانو خپلې رايې وختي او يا د پوستې له لارې اچولې دي.

د نظرپوښتنو له مخې، سیالي دومره سره نږدې پر مخ روانه ده چې یوازې دوه یا درې نومرې هم که هغه د ډونالډ ټرمپ په کټه وي یا د هریس، په اسانۍ پایلې بدلولی شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.