مزارشریف (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): د بلخ ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت امنیه قومانداني له لوري د ملکي او نظامي وسایطو د تورو ښیښو سپینولو کمپاین پیل شوی او تر اوسه یې د ۲۰۰ موټرو ښیښې سپینې کړې دي.
د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د امیرالمؤمنین شیخ هبتالله د فرمان له مخې، له دې وروسته د لومړي بست څخه ښکته د نظامي او ملکي کسانو سربېره ان سوداګر هم نه شي کولای د تورو ښیښو موټر له ځان سره وګرځوي.»
خبرپاڼه زیاتوي چې د همدې فرمان د عملي کېدو په موخه د بلخ ولايت امنیې قوماندانۍ د ډایاک مدیریت له لوري کمپاین ترسره او د یوه چکپاینټ په ترڅ کې له ۲۰۰ موټرو څخه تورې ښېښې پاکې شوې.
خبرپاڼه کې ویل شوي، امنیتي مسوولین هڅه کوي چې د ښار په ګډون د ولسوالیو امنیت په ټینګ عزم وساتي او هیچا ته به اجازه ور نهکړي څو له غیرقانوني وسلو او د تورو ښیښو موټرونو څخه استفاده وکړي.
بل لورته، د مزارشریف ښار اوسېدونکي هم له دغه کمپاينه خوښ دي.
د مزارشریف ښار اوومې ناحیې کارته خراسان سیمې يوه اوسېدونکي ملنګ بهرامي پژواک ته وويل، په ښار کې په ډېرو شخصي موټرو تورې ښيښې لګول شوي چې دغه کار د جنايي پېښو لامل کېږي.
دغه راز، د مزارشریف ښار يو موټرچلوونکی سمیعالله، د بلخ امنیه قوماندانۍ له ياد اقدامه ستاينه کوي او له مسوولينو غواړي چې دغه چاره پر ټولو يو شان تطبيق شي.
د یادونې ده، تېر کال هم د کورنیو چارو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د موټرو د تورو ښیښو سپینولو کمپاین ترسره شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP