Language

غزني کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت سړه خونه جوړه شوه

غزني‌ښار (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): په غزني کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د سبزيجاتو او تازه مېوو ساتنې په موخه یوه لویه سړه خونه جوړه شوه.

د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند قاري محمدذکریا هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سړه خونه د غزني  ښار په علي‌ لالا سیمه کې په پاخه، عصري او اساسي ډول جوړه شوې چې په یو وخت کې د درې زره مټریک ټُنه کرنیزو محصولاتو ساتنې ظرفیت لري.

نوموړي وویل، د یادې سړې خونې لپاره ځمکه د حکومت له لوري ورکول شوې، خو لګښت یې د یوه سوداګر له لوري ورکړل شوی دی.

هغه وویل، د دې سړې خونې پر جوړولو یو میلیون امریکايي ډالره لګول شوي او تر اتو میاشتو پورې د تازه مېوو او سبزیجاتو ساتنې وړتیا لري.

هوتک د سوداګرو ترڅنک پر موسسو هم غږ وکړ چې د کرنیزو محصولاتو ساتنې برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي څو له دې لارې له غزني مېشتو بزګرانو سره مرسته وشي.

ورته مهال، د دې سړې خونې جوړوونکي حاجي نثار پژواک ته وویل، که حکومت ورته د نورې ځمکې ورکولو کې همکاري وکړي حاضر دی یوه بله سړه خونه هم جوړه کړي.

بل لور ته، د غزني بڼوال د دې سړې خونې جوړېدو ته خوښ دي.

د خواجه‌عمري ولسوالۍ یوه بڼوال میراحمد پژواک ته وویل چې د دې سړې خونې جوړېدو ته خوښ دی خو زیاتوي چې یوازې دغه سړه خونه د غزني لپاره بسنه نه کوي.

هغه وايي: «دلته یوازې په کال کې مڼې درې څلور لکه ټنه تولیديږي، دا بسنه نه کوي، نورې سړې خونې هم باید جوړې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په غزني کې د کچالانو ساتنې په موخه وړې سړې خونې جوړې شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.