Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

نننې لوبه چې د متحده اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلې وګټله او د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې یې لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په دغه سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ۵۰م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۳۵ منډې وکړی.

دغه راز په توپوهنه کې د افغانستان په ګټه محمد نبی ۸۴، حشمت الله شهیدي ۵۲، ننګیال خروټي ۲۷، ګلبدین نایب ۲۲ او صدیق اتل ۲۱منډې وکړې.

په مقابل کې د بنګله دېش لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړ او ټوله لوبډله یې په ۳۵م اور کې په ۱۴۳ منډو وسوځېده او د ۹۲ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې الله محمد غضنفر شپږ، راشد خان دوه، عظمت الله عمرزي او محمد نبی بیا د بنګله دېش یو یو لوبغاړی وسوځول.

د یادونې ده، افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۹مه له بنګله دېش سره ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.