پلعلم (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د یوه خیریه بنسټ له لوري په مرکز پلعلم کې زرو بې وزلو زدهکوونکو ته درسي توکي ووېشل شول.
د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې د یوه دارالحفاظ او درېیو ښوونځیو له ۱۰۰۰ بېوزلو زدهکوونکو سره د «مهربان خیریه بنسټ» له لوري د درسي توکو مرسته وشوه.
عرب زیاته کړه: «په یاده مرسته کې کتابونه، کتابچې، قلمونه او د زدهکوونکو نور د اړتیاوړ توکي شامل دي چې د عثمانیه دارالحفاظ، شهیدې سعدېې، شش کلا او خواجه محمداکبر ښوونځیو پر زرو زدهکوونکو وېشل شوي دي.»
د پوهنې ریاست ویاند زیاتوي، ورته مرستې کولای شي چې زدهکوونکي لیک لوست ته وهڅوي او پر نورو بنسټونو او افغان سوداګرو یې غږ وکړ چې د لوګر ولایت پوهنې له ریاست سره ورته مرستو ته دوام ورکړي.
بلخوا، پلعلم کې یوه زدهکوونکي احمدخان پژواک ته وویل، خوښ دی چې د ښوونځیو له زدهکوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه.
هغه وویل، اوسمهال لوګر کې داسې ښوونځي شته چې زدهکوونکي یې د اقتصادي ستونزو له امله درسي توکي نه شي پېرلی.
باید وویل شي چې تېر کال هم لوګر کې یو شمېر خیریه بنسټونو او ملي سوداګرو د دغه ولایت ښوونځيو له سره په بېلابېلو برخو کې شاوخوا لس میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP