کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې ځان د امریکا ولسمشر اعلان کړ چې لا هم د ټاکنو ګټلو لپاره درېیو نورو الکټرال کالج رایو ته اړتیا لري.
د امریکا په ټولو ایالتونو کې د رایېاچونې وخت پوره او پروسه یې رسماً پای ته ورسېده چې ورسره سم ډونالډ ټرمپ په یوه غونډه کې ځان د دغه هېواد ولسمشر اعلان کړ.
د رایشمېرنې لومړنیو پایلو له مخې، پخواني ولسمشر او د جمهوريغوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ تر اوسه د دغه هېواد ولسمشرۍ څوکۍ لپاره ۲۶۷ الکټرال کالج رایې ترلاسه کړې دي.
خو د ټرمپ سیالې او د ډیموکرات ګوند نوماندې کامالا هريس تر اوسه ۲۲۴ الکټرال کالج رایې ترلاسه کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې هر نوماند باید د ټاکنو ګټلو لپاره ۲۷۰ الکټرال کالج رایې ترلاسه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP