Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ځوانانو د کاري فرصتونو، ظرفيت‌لوړونې او نورو برخو کې ۱۳۱ ميليونه افغانۍ لګول کېږي

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۳): د اطلاعات او فرهنګ وزارت، له «اسلاميک ريليف» مؤسسې سره د ځوانانو د کاري فرصتونو، ظرفيت‌لوړونې، فکري‌اصلاح او اقتصادي پياوړتيا برخو کې د ۱۳۱ ميليون افغانيو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د یاد وزارت ویاند خبیب غفران نن پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، دغه هوکړه‌لیک د یاد وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري یونس راشد او اسلاميک ريليف مؤسسې د مشر محمد ذوالقرنین عباس ترمنځ لاسلیک شوی دی.

هغه لیکلي، د یادې هوکړې له مخې به د ۱۳۱ ميليون افغانيو په لګښت، د ځوانانو د کاري فرصتونو، ظرفيت لوړونې، فکري اصلاح او اقتصادي پياوړتيا برخو کې اووه برنامې پلي کېږي چې د کابل، بلخ او ننګرهار زونونو ۱۸۲۵ تنه ځوانان به ورڅخه ګټه واخلي.

د ځوانانو چارو مرستیال ويلي، هڅه کوي افغان ځوانانو ته ورځ تربلې ښه فرصتونه او اسانتیاوې برابر کړي.

دغه راز، د اسلامیک ریلیف مؤسسې مشر د یاد معينیت هڅې ستايلي او ژمنه یې کړې چې په راتلونکې کې به د ځوانانو برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.