Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات ښار کې د څه باندې ٢٢ ميليون افغانيو په لګښت د يوه سړک پخولو چارې پیل شوې

هرات ښار کې د څه باندې ٢٢ ميليون افغانيو په لګښت د يوه سړک پخولو چارې پیل شوې

author avatar
7 Nov 2024 - 16:56
هرات ښار کې د څه باندې ٢٢ ميليون افغانيو په لګښت د يوه سړک پخولو چارې پیل شوې
author avatar
7 Nov 2024 - 16:56

هرات (پژواک، ١٧ لړم ١٤٠٣): هرات کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز هرات ښار د نهمې ناحیې په مربوطاتو کې د څه باندې ٢٢ ميليون افغانيو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې.

د هرات ښاروالۍ مرستيال مولوي جلال‌الدين حق‌دوست د دغه سړک د کار د پیل په مراسمو کې وویل چې د هرات ښار د نهمې ناحيې اړوند له خواجه کلا تر کرباس حوض پورې سړک د څه باندې دوه کیلومتره په اوږدوالي او اته متره بر په درلودو قیر کېږي.

هغه زياته کړه، پر دې پروژه څه باندې ٢٢ ميليون افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ له پراختيايي بودجې ورکول کېږي.

نوموړي د ښاروالۍ د پرامختیایي پروژو د قراردادي شرکتونو له مسوولینو وغوښتل څو د پروژو چارې په معیاري ډول او ټاکلي موده کې بشپړې کړي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د دې پروژې چارې به د شپږو مياشتو په موده كې د قراردادي شركت له لوري بشپړې شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.