کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۳): د المپیک ملي کمېټه وایي چې په بامیان ولایت کې د رګبي سیالۍ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدی او دغه راز په یادو سیالیو کې د هېواد د رګبي ملي لوبډلې لپاره ۱۲ غوره لوبغاړي هم وټاکل شول.
د المپیک، بدني روزنې او وزرش عمومي ریاست نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دویم پړاو د رګبي ملي ټاکنیزې سیالۍ چې څلور ورځې مخکې په بامیان ولایت کې پیل شوې، پای ته ورسېدې.
سرچینې زیاته کړې، په دغو سیالیو کې د کابل، غزني، فاریاب، کاپیسا، پروان او بلخ ولایتونو څخه ۱۰۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
سرچینې ویلي، د یادو سیالیو پایلوبې ته د کابل او غزني لوبډلو لار موندلې وه چې کابل لوبډلې کولای شول غزني ته پنځه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.
د المپیک ملي کمېټې زیاته کړې، د یادو سیالیو په پای کې د هېواد د رګبي ملي لوبډلې لپاره ۱۲ غوره لوبغاړي وټاکل شول.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې غزني دویم او فاریاب ولایت بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن