کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۳): د ازبکستان ولسمشر وایي، د افغانستان له اوسني حکومت سره باید د سختو ستونزو په حل کې همکاري وشي او په سیمهییز اقتصادي بهیر کې د دغه هېواد مشارکت په پام کې ونیول شي.
دغه څرګندونې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف بیشکک کې د ترک هېوادونو د سازمان ۱۱مې سرمشریزې پرمهال کړې دي.
د تاشکند ټایمز په نوم یوې رسنۍ نن په یوه راپور کې ویلي چې میرضیایف د خبرو پر مهال ویلي: «موږ پر دې باور یو چې د افغانستان له اوسني حکومت سره د سختو ستونزو د حل برخه کې همکاري، په سیمهییز اقتصادي بهیر کې د دغه هېواد پراخ مشارکت او د ټولنیزو او زیربنایي پروژو پلي کول باید په پام کې ونیول شي.»
نوموړي همدا راز یادونه کړې چې دغه سازمان باید پر افغانستان هم متمرکز وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP