Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان دوېیمه یو ورځنۍ لوبه بنګله‌دېش ته وبایلله

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې خپله دوېیمه لوبه بنګله‌دېش ته وبایلله.
نننې لوبه چې د متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې بنګله‌دېش لوبډلې وګټله او د افغان لوبډلې پر وړاندې یې لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په دغه سیالۍ کې بنګله دېش لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ۵۰ اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۲ منډې وکړې.

په یاده سیالۍ کې د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې ننګیال خروټي درې، راشد خان او الله محمد غضنفر د بنګله دېش دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
په مقابل کې افغان لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړ او په ۴۴م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۴ منډې وکړې او د ۶۸ منډو په توپیر یې بنګله دېش ته لوبه وبایلله.
دغه راز په توپوهنه کې د افغانستان په ګټه رحمت شاه ۵۲، صدیق اتل ۳۹، ګلبدین نایب ۲۶،حشمت الله شهیدي  او محمد نبی بیا ۱۷ ۱۷ او راشد خان ۱۴ منډې وکړې.
همدارنګه افغانستان په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه.
د یادونې ده، افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۱۱مه له بنګله دېش سره ترسره کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.