Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې د ۱۹ ښوونځیو ودانۍ بیارغول کېږي

شبرغان (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د جوزجان د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې د ۱۹ ښوونځیو د ودانیو بیارغونې چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، تر راتلونو درېیو میاشتو به په دغه ولایت کې څه باندې ۱۲زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر شي.

د جوزجان د پوهنې رییس مولوي سید حفیظ‌ الله معتصم‌بالله پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د ۱۹ ښوونځیو ودانیو د ترمیم کار پیل شو چې څه باندې اته میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.

هغه زیاته کړه، دغه ښوونځي د جوزجان په مرکز او ۱۰ ولسوالیو کې دي چې په تېرو شلو کلونو کې د بېلابېلو لاملونو له امله ویجاړ شوي وو.

هغه وايي چې تر راتلونکو درېیو میاشتو به د یادو ښوونځیو د ودانیو په بیارغونې سره زده‌کوونکو ته مناسب درسي چاپېریال برابر شي.

د هغه په خبره، په ټول جوزجان ولایت کې د ۴۰۷ ښوونځیو له ډلې ۱۲۰ ښوونځي ودانۍ نه لري.

د دغه ولایت ځیني اوسېدونکي د یادو ښوونځیو د ودانیو بیارغولو پیلېدو په اړه خوښي څرګندوي.

د جوزجان د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکی او قومي مشر همراه د یادو ښوونځیو د ودانیو رغولو د پیل په اړه خوښي څرګندوي او وايي، په دې او نورو ولسوالیو کې ځیني داسې ښوونځي دي چې د تېرو شل کلنو جګړو یا د حکومتونو د نه پاملرنې له امله ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړه: «زه باور لرم چې منظم درسي ټولګي درلودل زموږ د اولادونو ستونزې حلوي او هغوی په لېوالتیا ښوونځي ته ځي، دا واضح ده چې د ښوونې او روزنې پر کیفیت به مثبت اغېز ولري.»

بلخوا، په شبرغان ښار کې د یوه منځني ښوونځي ښوونکي صدرالدین وویل: «زموږ د ښوونځي ودانۍ په تېرو څو کلونو کې تخریب شوې وه او لږ ټولګي یې جوړ پاتې دي.»

هغه هم د یادو ښوونځیو رغونې چارو له پېلېدو هرکلی وکړ او د کارونو د ژر پشپړېدو هیله یې څرګنده کړه.

د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې د حیدراباد ښوونځي یوه زده‌کوونکي حکمت‌الله وویل: «زه په اتم ټولګي کې یم، همدا اوس مو په خېمه کې درس وایه، اوس چې زموږ صنفونه ترمیم شي، ډېر به خوشحال یو.»

هغه وايي چې د ټولګیو نشتوالی او په ازاده فضا یا خېمه کې درس ویل ځیني وخت په ژمي کې پر بېلابېلو ناروغیو د زده‌کوونکو اخته کېدو لامل ګرځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.