Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان لوبغاړي صالح محمد محمدي د سنوکر نړۍوالو سیالیو نیمه پای‌لوبې ته لار پیدا کړه

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان ملي لوبغاړي صالح محمد محمدي د سنوکر نړۍوالو سیالیو نیمه پای‌لوبې ته لار ومونده او نن د ویلز هېواد له لوبغاړي سره نیمه‌ پای‌لوبه ترسره کوي.

د افغانستان د سنوکر فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې صالح محمد محمدي د سنوکر نړۍوالو سیالیو کې د ماسټرانو برخه کې نیمه پای‌لوبې ته لار پیدا کړه.

سرچینې ویلي چې محمدي به نن د کابل پر وخت یوولس نیمې بجې د ویلز هېواد لوبغاړي سره نیمه پای‌لوبه ترسره کړي.

د سنوکر فدراسیون ویلي چې محمدي نیمه پای‌لوبې ته په وتلو په دغو سیالیو کې د افغانستان لپاره مډال قطعي کړ.

د راپورونو له مخې، محمدي پرون په دغو سیالیو کې خپلو هندي او عراقي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای‌لوبې ته لار ومونده.

دغه راز، د ۲۰۲۴ کال د سنوکر نړۍوالې سیالۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې روانې دي چې څلورو افغان لوبغاړو برخه په کې اخیستې او نن پای ته رسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.