کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن له بنګلهدېش سره خپله دویمه لوبه کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، ملي لوبډله له بنګلهدېش سره د روانې لوبلړۍ دویمه لوبه نن ماسپښین دوهنیمې بجې ترسره کوي.
د سرچینې په ونیا، افغان لوبغاړو تېره ورځ یادې لوبې ته د ښه چمتووالي په موخه تمرینات ترسره کړل.
دغه راز، د افغانستان او بنګلهدېش کرکټ لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.
افغان لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې بنګلهدېش ته ماتې ورکړې وه.
د یادونې ده، د افغانستان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۱مه ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP