Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو راتلو له احتماله خبر ورکوي.

یاد وزارت نن (شنبه، د لړم ۱۹مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن او سبا په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، نورستان، پنجشېر، بغلان، لغمان، کونړ، ننګرهار، پروان، بامیان، سرپل او سمنګان ولایتونو کې د باران، تالندې او برېښنا، ناڅاپي سېلابونو او چټکو بادونو احتمال شته.

سرچینې لیکلي، په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو اټکل شوې ده.

نوموړي دغه‌راز لیکلي، د هېواد په سوېل ختیځو، مرکزي او لویدیځو ولایتونو کې د شدیدو بادونو او دوړو او خاورو اټکل شوی چې سرعت یې په بېلابېلو ځایونو کې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۷۰ کیلومترو اټکل کېږي.

د یادې خپرونې په پای کې لیکل شوي چې په لوړو او سردسیره سیمو کې د واورې ورېدو احتمال شتون لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.