Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د ځینو خوراکي توکو بیې ټیټې شوې دي
آرشیف

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو، هندي بورې او مالیزیايي غوړیو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، ‎د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۵۰۰ څخه ۱۴۶۰ افغانیو، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۴۵۰ څخه ۲۴۰۰ افغانیو او د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۷۰۰ څخه ۱۶۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د یادو توکو بیې د وارداتو زیاتېدو او هغو ته د تقاضا کمېدو له امله ټیټې شوې دي.

صافي وویل چې نن هم لکه تېره شنبې په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ‎۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون‌پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۱۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د نفتي توکې بیې

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن هم لکه تېره شنبې د یو لېتر پټرولو بیه ۵۹ افغانۍ ده او یو لېتر ډېزل په ۶۱ افغانۍ پلوري.‎

دغه راز، د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې ګاز پلورونکی محمد‌شریف وایي، نن هم د اوو ورځو مخکې په څېر یو کیلوګرام ګاز بیه ۴۸ افغانۍ دی.

د سرو زرو بیې

د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن هم لکه ۷ ورځې مخکې یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۴۷۵۰ ‎او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ۳۷۵۰ افغانیو پلوري.‎‎

د سعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین پژواک ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۶۷ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانۍ تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده د روان کال د لړم میاشتې په ۱۲مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۶۷ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰افغانیو تبادله کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.