کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل او د اړیکو پراختیا غوښتونکی دی خو پر دیني او ملي ارزښتونو معامله نه کوي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې تېره ورځ د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د میرعبدالکریم اغا د تازه جوړ شوي جامع جومات په پرانیستغونډه کې کړې دي.
هغه ویلي، په افغانستان کې د اسلامي نظام له حاکمیت سره د ابادۍ چارې په بېساري ډول پیل شوې چې د بنسټيزو پروژو په لړۍ کې هر کال لسګونه جوماتونه د اسلامي امارت او خلکو لخوا په اساسي ډول رغول کېږي.
ده ویلي، اسلامي نظام د خپلو ارزښتونو ساتلو او د هغو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي چې افغانستان له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا کړي.
سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل او د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی خو پر دیني او ملي ارزښتونو معامله نه کوي.
د هغه په خبره، اسلامي نظام د ټولو افغانانو، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع او ساتنې مسؤولیت لري او د خپل فعال بهرني سیاست له مخې له هېوادونو سره ښې اړیکي لري.
د یادونې ده چې یاد جومات د یوه افغان پانګوال په شخصي لګښت جوړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP