Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: تخصصي مرکزونو کې د کادرونو ګمارنې هڅې پیل شوي دي

مولوي عبدالکبیر: تخصصي مرکزونو کې د کادرونو ګمارنې هڅې پیل شوي دي

author avatar
10 Nov 2024 - 00:25
مولوي عبدالکبیر: تخصصي مرکزونو کې د کادرونو ګمارنې هڅې پیل شوي دي
author avatar
10 Nov 2024 - 00:25

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت پر افغان کادرونو تکیه لري او د ښې روزنې ترڅنګ په دولتي ادارو کې ورته د کاري فرصتونو برابرولو ته هم ژمن دی.

د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت لیکلي، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير، د اکمال تخصص له زده کړو څخه فارغ شویو څو تنو ډاکترانو سره وکتل.

سرچېنې لیکلي، په دې کتنه کې حاضرو ډاکترانو د هېواد روغتیايي سکتور کې د نوښتونو او پرمختګ په یادولو سره وویل، له پوهنتون څخه فارغ شوي ګڼ شمېر ډاکتران د تخصص بشپړولو هیله لري.

دوی زیاته کړې، اوسمهال په هېواد کې دننه د افغان کادرونو لخوا پيچلي روغتیايي عملیات ترسره کېږي او افغان ډاکتران په دې برخه کې د اسلامي امارت لا زیات ملاتړ غواړي.

یادو ډاکټرانو د اکمال تخصص برنامې ته په اشارې ویلي، په دې برخه کې د جذب کچې له لوړېدو سره شونې ده، چې په افغانستان کې د متخصصو ډاکترانو د کمښت ستونزه حل شي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير ویلي، اسلامي امارت پر افغان کادرونو تکیه لري، د ښې روزنې ترڅنګ په دولتي ادارو کې ورته د کاري فرصتونو برابرولو ته هم ژمن دی.

هغه ویلي، د اسلامي امارت د پالیسۍ پر بنسټ په علمي او تخصصي مرکزونو کې په مناسبو امکاناتو د افغان کادرونو د ګمارنې هڅې پیل شوي دي.

سیاسي مرستیال دغه راز ویلي، پر وړاندېزونو به یې غور وشي او له اړوندو ادارو سره به يې شریک کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.