کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۳): د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست له محتسبینو غوښتي چې په خپلو دعوتي او اصلاحي چارو کې له نرمښت او غوره چلند کار واخلي او د ولسي وګړو خصوصي حريم ته درناوی وکړي.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون لا ښه پلي کېدو، د خلکو د ستونزو اورېدلو، معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه هرات ولایت ته ولاړ او د یوې غونډې په ترڅ کې یې د دغه ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو، علماء کرامو، قومې مشرانو، ګذر وکیلانو، ګڼ شمېر ځوانانو او زدهکړیالانو سره لیدلي دي.
د یاد وزارت سرپرست د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر پر ارزښت وغږېده او ویې ویل چې امر بالمعروف وزارت دنده لري، څو په ټولنه کې د اصلاح راوستلو او د منکراتو مخنیوي ترڅنګ د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي چې د یادې چارې لا ښه ترسراوي او خلکو ته اسانتيا په موخه یې د (۱۹۱) وړیا شمېره فعاله کړې چې خلک کولی شي له دې لارې خپل شکایتونه ثبت کړي.
هغه ویلي چې په تېرو کلونو کې د ناوړه دودونو له امله د ټولنې ډېری وګړي په ځانګړې توګه خویندې له خپلو حقونو بېبرخې وې او ټینګار یې وکړ چې د امر بالمعروف وزارت په ټولنه کې د ناوړه دودونو له منځه وړلو ته ژمن دی او هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي، څو په ناوړه او شریعت خلاف کړنو لاس پورې کړي.
الحنفي د خپلو خبرو په دوام له محتسبینو وغوښتل څو په خپلو دعوتي او اصلاحي چارو کې له نرمښت او غوره چلند کار واخلي او د ولسي وګړو خصوصي حريم ته درناوی وکړي.
هغه همداراز له ځایي مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو وغوښتل چې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پلي کولو او تر نورو رسولو کې له یاد وزارت سره مرسته وکړي.
ورته مهال، ځایي مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په خپلو خبرو کې د ټولنې اصلاح او مثبت فکري بدلون کې د امر بالمعروف وزارت ونډه اساسي وبلله او ډاډ یې ورکړ چې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پلي کولو ته ژمن دي او یاده برخه کې به بشپړه هڅه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP