Language

ننګرهار کې له کروندګرو او په غزني کې بېوزلو زده کوونکو سره مرسته وشوه

جلال‌اباد - غزني (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۳): په ننګرهار ولایت کې له څه باندې ۴۰۰ کروندګرو سره د غنمو د اصلاح شوي تخم او په غزني کې له دوه زره یتیمانو او بې‌وزولو زده‌کوونکو سره د ژمنيو توکو مرسته وشوه.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس مولوی محمدولي محسن نن د دغو مرستو د وېش پر مهال وویل، د بشري مرستو خیريه موسسې له لوري په اچین، سپين‌غر، لعلپورې او مومندرې ولسواليو کې ۴۱۷ کروندګرو ته د غنمو د حاصلاتو د ښه والي په موخه تخم، سره او کرنيز وسايل ورکړل شول.

هغه زیاته کړه، هر بزګر ته ۲۵ کیلو د غنمو اصلاح شوی تخم ، ۲۵ کیلو توره او ۵۰ کیلو سپينه سره، بېلچه، خاښۍ، لور، رمبی او موزې ورکړل شوې.

په ننګرهار کې د بشري مرستو د خیریه موسسې د کرنې برخې مسوول انجینر هدایت‌الله ثنایي وویل، په نږدې ورځو کې یادو بزګرانو ته غنمو کرلو، اوبو لګولو، سرې استعمال، هرزه وښو کنټرول، ناروغیو مخنیوي، حاصل ټولولو او نورو اړونده برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.

کروندګر هم د دغو مرستو ترلاسه کولو ته خوښ دي.

د اچين ولسوالۍ يو کروندګر ازربایجان شينواري چې دغه مرسته يې ترلاسه کړې، وايي، د اصلاح شوو تخمونو کښت د حاصلاتو ډېروالي برخه کې مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان له لوري هم اوسمهال د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې زرګونو کروندګرو ته د اصلاح شوو تخمونو د وېش لړۍ روانه ده.

د یو بل خبر له مخې، په غزني کې له یتیمانو او بې‌وزلو زده‌کوونکو سره مرسته وشوه.

د غزني پوهنې ریاست د اسلامي زده‌کړو امر مولوي نجیب‌الله سعید پژواک ته وویل، د یوه خیریه بنسټ له لوري د مدرسو له دوه زره بې‌وزله او یتیمانو زده‌کوونکو سره د ژمنيو توکو مرسته وشوه.

نوموړي وویل، په دغو مرستو کې یوه کمپله، دوه جوړه ژمني جامې او یو شمېر نور د اړتیاوړ توکي شامل دي.

دغه راز، یوه زده‌کوونکي ثناوالله پژواک ته وویل، د دغو مرستو ترلاسه کولو ته ډېر خوښ دی.

هغه وایي، حکومت، موسسې او سوداګر باید له هغو کسانو او کورنیو سره خپلې مرستې جارې وساتي چې د ګټې وټې څوک نه لري او له ستونزو سره مخ دي.

د یادونې ده چې څه موده مخکې هم غزني کې د النصیر خیریه بنسټ له لوري له سلګونو یتیم ماشومانو سره د جامو او څپلیو مرسته وشوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.