Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال له ترکیې څخه هېواد ته راستانه شوي

څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال له ترکیې څخه هېواد ته راستانه شوي

author avatar
10 Nov 2024 - 13:26
څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال له ترکیې څخه هېواد ته راستانه شوي
author avatar
10 Nov 2024 - 13:26

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۳): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې تېرو دوو ورځو کې د ترکیې له استانبول ښار څخه ۳۲۵ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د کدوالو او د بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د روان کال د لړم میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه د ترکیې له استانبول ښار څخه ۳۲۵ اسناد لرونکي او بې‌اسناده افغان کډوال را ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغه وزارت د حقوقي ملاتړ رییس غلام‌ نبي‌الله داد‌خېل ستانکزی د کډوالو د هرکلي په موخه د کابل نړۍوال هوایي ډګر ته ورغلي او له دغو را ایستل شوو سره یې له نږدي لیدلي او د هغو خبرې او ستونزې یې اورېدلې دي.

راشد ویلي: «اسلامي امارت او د کډوالو وزارت له تاسو هرکلی کوي، کوم امکانات چې لرو ستاسو په خدمت کې به وي، اسلامي امارت او دا وزارت هڅه کوي چې تاسو ته د کار زمینه برابره کړي.»

هغه وایي: «له ترکیې هېواد سره به هم اړیکه ونیسو، څو د افغان کډوالو ستونزه حل شي، اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه ترکیې کې استازولۍ لري څو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.»

ده له راستانه شوو وغوښتل چې په هېواد کې دې پاتې شي او د هغه په ودانولو کې برخه واخلي.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، هغه افغانان چې له ترکیې څخه په هوایي لار راستنېږي، هغوی ته د دغه وزارت د حقوقي برخې کارمندانو له خوا د حقوقي ملاتړ او مدني اسنادو په اړه لازم پوهاوی ورکول کېږي او بیا هغو ته د کډوالۍ نړۍوال سازمان له خوا ۱۵۰ یورو او یا د هغه معادل افغانۍ هم ورکول کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.