Language

غزني کې درې رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

غزني ښار (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۳): د غزني ولایت په مرکز کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت درې رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه وویل چې د غزني ښار د قلاتي په سیمه کې د ۱۸۰۰ مترو په اوږدوالي دوه سړکونه او د ۲۴۶ مترو په اوږدوالي یو استنادي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

هغه وايي، پر یادو پروژو ۱۶ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر له لوري ورکړل شوی دی.

د نوموړي په وینا، د یادو پروژو د جوړولو پر مهال هره ورځ سلو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او چارې یې د دوه‌نیمو میاشتو په ترڅ کې بشپړې شوې.

هغه زیاته کړه: «موږ ژمن یو چې ولس ته کار پیدا کړو، څو د خلکو اقتصاد قوي شي او د ښاري خدماتو ترڅنګ د ښار ښکلا لپاره هم کار کوو.»

دغه راز، د قلاتي سیمې یوه قومي مشر عبدالنصیر پژواک ته وویل چې په دغه سیمه کې به د بارانونو پرمهال سېلابونه راوتل او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي وو.

هغه وايي چې د استنادي دېوال او سړکونو په جوړېدو سره به تر ډېره د سېلابونو د راتګ مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم د غزني ښاروالۍ له لوري د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت په ښار کې درې نورې رغنیزې پروژې هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.