ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل او هرات کې د قتل او نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تور ۱۴ کسان نیول شوي

کابل او هرات کې د قتل او نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تور ۱۴ کسان نیول شوي

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۳): امنيتي چارواکي وايي چې په کابل ښار کې د نشه‌يي توکو د پلور، قاچاق او کارولو په تور ۱۳ کسان نیول شوي، دغه راز هرات کې یو کس د قتل په تور نیول شوی دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په کابل ښار کې د ټابلېټ‌ کا، زیکب او شرابو ۱۳ قاچاق‌کوونکي، پلورونکي او کاروونکي نیول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې یاد کسان د کابل ښار درېیمي امنيتي حوزې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې نیولي دي.

بلخوا، د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌نبي نبي‌زاده وايي چې تېره ورځ د دغه ولایت په اوبه ولسوالۍ کې یو کس د قتل په تور نیول شوی دی.

هغه زیاته کړه، یاد کس څو کاله مخکې د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکی وژلی او بیا له سيمې تښتېدلی و چې پرون د امنیتي ځواکونو د کشفي عملیات په ترڅ کې ونیول شو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.