ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاروالۍ «د کابل نوی انځور» په نوم نندارتون پرانیستی

کابل ښاروالۍ «د کابل نوی انځور» په نوم نندارتون پرانیستی

author avatar
12 Nov 2024 - 16:55
کابل ښاروالۍ «د کابل نوی انځور» په نوم نندارتون پرانیستی
author avatar
12 Nov 2024 - 16:55

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۳): د کابل ښاروالۍ په تېرو درېیو کلنو کې د بشپړو شوو پروژو عکسونو لپاره د کابل ښار په زرنګار پارک کې د «کابل نوی انځور» په نوم نندارتون جوړ کړی چې درې ورځې به پرانیستی وي.

د کابل ښاروالۍ له لوري نن په زرنګار پارک کې د «کابل نوی انځور» په نوم په تېرو درېیو کلونو کې د بشپړو شوو پروژو د عکسونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د کابل ښاروالي د ښاري خدمتونو مرستیال مولوی محمدخالد سجستاني د یاد نندارتون د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل، په تېرو درېیو کلنو کې په کابل ښار کې لسګونو پروژې بشپړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال په کابل ښار کې یو شمېر پروژې تر کار لاندې دي او یو شمېر نورې د تدارکاتو په حال کې او ځینې یې بشپړېدو ته نږدې دي.

هغه وویل، کابل ښاروالي  په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۱۵ میلیارده افغانۍ عواید هم راټول کړي دي.

په دې غونډه کې د ازموینې ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني وویل، له دغه نندارتونه موخه خلکو ته د ښاروالۍ د کارونو په اړه قناعت ورکول دي.

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي حکومت مسوولیت دا دی چې خلکو ته کار پیدا کړي، لارې جوړې کړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

په دغو مراسمو کې د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني وویل، کابل ښاروالي دې په هغو سیمو کې چې ځمکې یې عصب شوې نه وي، د ودانیو جوړولو اجازه ورکړي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.