Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني ښار د روښانه کولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

غزني ښار (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۳): د غزني ښاروالي وايي چې د اووه میلیون افغانیو په لګښت د غزني ښار د تنویر پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه په دې اړه رسنیو ته وویل چې د غزني ښار اړوند له روضې تر اسفندې سیمې پورې د سړکونو د روښانه کولو لپاره څراغونه ولګول شول.

هغه وايي چې د کلای سبز، بزازي، قره‌باغ زړه اډه او د ځینو نورو سړکونو څراغونه چې د یو شمېر تخنیکي دلایلو له امله غیرفعال وو، هم بېرته فعال شول.

نوموړي وویل، پر دې پوروژه باندې اووه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه ورکړل شوی دی.

حمزه زیاتوي: «له دې وړاندې په ښار کې به د شپې له خوا ډېره تیاره وه چې د ښار روښنایي په موخه مو له ۵۰۰ زیات څراغونه د سړکونو یوې او بلې خواته نصب کړل.»

هغه زیاته کړه، د ښاري ښکلا رامنځته کول د غزني ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه دی څو د ښاریانو په رواني حالت کې د پام وړ بدلون راولي.

دغه راز، د غزني ښار یوه اوسېدونکي ډاکټر عمرګل پژواک ته وویل، دا ډېر ښه کار وشو چې د شپې له مخې ښار روښانه شو.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې ورته نورې پروژې هم پلي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې د ښاروالۍ له لوري د یو شمېر نورو پروژو چارې هم روانې دي چې سلګونو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.