غزنيښار (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په اببند ولسوالی کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ امنیې قومندانۍ ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن مازدیګر مهال د غزني ولایت آببند ولسوالۍ تودې چېنې په سیمه کې د دوو موټرو او موټر سایکلونو تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوېده.
ده زیاته کړه، په یاده پېښه کې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تن نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي چې ټپیان در درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.
Views: 18
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP