ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

غزني‌ښار (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په اب‌بند ولسوالی کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ امنیې قومندانۍ ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن مازدیګر مهال د غزني ولایت آب‌بند ولسوالۍ تودې چېنې په  سیمه کې د دوو موټرو او موټر سایکلونو تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوېده.

ده زیاته کړه، په یاده پېښه کې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تن نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي چې ټپیان در درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.