Language

کابل کې د یوه علمي – څېړنیز سیمینار ګډونوالو د اوبو پر ښه مدیریت ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۳): نن کابل کې د اوبو اړوند د یوه علمي – څېړنیز سیمینار ګډونوالو د اوبو پر مدیریت، سپما او دې برخه کې د سترو تاسیساتو پر جوړېدو ټینګار وکړ ویې ویل چې دغه برخه کې ښه مدیریت کولای شي سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ لا پياوړې کړي.

نن په کابل کې د علومو اکاډمۍ له لوري «د هېواد د اوبیزو سرچینو څخه د سمې ګټې اخیستلو د لارو چارو څېړنه» تر نوم لاندې علمي ـ څېړنیز سیمینار جوړ شو.

د علومو اکاډمۍ د طبيعي – تخنيکي علومو څانګې مرستیال مولوي امیرجان ثاقب په ننني سیمینار کې وویل، په هېواد کې  کرنیز وضعیت، وچکالۍ او نورو عواملو ته په پام دغه سیمینار جوړ شو څو په دې برخه کې ښه مدیریت رامنځته شي.

هغه وویل: «امارت اسلامي افغانستان په مسوولانه ډول، د یو مسوول حکومت په چوکاټ کې دې ته ژمن ده چې د ملت هغه حياتي مسئلې چې د ملت نر او ښځه ورسره مخ دي، هغو ته به پاملرنه کوي، د اوبو او انرژۍ وزارت تاسې وينئ او ټول ذیربطه خواوې ګورئ چې شپه او ورځ یې یوه کړې او د دغه مشکل د حل لپاره یې خپل کوښښونه په لاره اچولي دي؛ کوښښونه کوي چې لوی او واړه بندونه جوړ کړي.»

د ریاست‌الوزراء د ریاست د دفتر مرستیال قاري عبدالستار سعید د رییس‌الوزراء ملامحمد حسن اخوند پيغام ولوست چې په کې راغلي: «د هر نعمت قدر ساتل اړین دي، په ځانکړي ډول د اوبو، دا چې په هېواد کې وچکالي راغلې نو باید د اوبو ښه مدیریت وشي، د اوبو ښه مدیریت د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د هېواد ځان‌بسیایي لامل کېږی.»

په پیغام کې راغلي، د اوبو مدیریت یو فوق‌العاده حیاتي ارزښت لري او د اوبو ناسم کارول د ګڼو ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور په ننني سيمینار کې وویل، دا چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او ډېرو اوبو ته اړتیا لري نو باید اوبه یې په ښه ډول مدیریت شي او بزګران یې د اړتیا په کچه وکاروي.

هغه په ټوله کې د اوبو د مهار او مدیريت په اړه وویل: «د مشرانو په ناسته کې تصمیم داسې نیول شوی که موږ غټ بندونه نه شو جوړولی نو په فعلي شرایطو کې د هرې ولسوالۍ په سر باندی یو چکډيم جوړو کړو چې هغه به زموږ د سېلابونو اوبه کنټرول کړي او اوبه به ذخیزه کړي، دې سره به زموږ هغه چينې او کاریزونه او هغه برمې چې خلکو وهلي، دغه اوبه به هم ورسره ژوندۍ شي، تقرییا تر ۳۵۵ چکډیمونه چې موږ درېیو وزارتونو ته یې مسوولیت وسپاره، اوس به هغه تقریبا تکمیلیدو ته نږدې شوي وي او کارونه به یې ډېر کم پاتې وي.»

ده وویل، یاد وزارت پر هغو لویو بندونو هم په میلیونونو ډالر لګولي چې کارونه یې نیمګري پاتې و. هغه د بېلګې په ډول د کمال خان او شاه او عروس بندونه یاد کړل، ویې ویل چې چارې یې بشپړې شوې او ډېر ژر به پرانیستل شي.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې د څلورو نورو بندونو منظوري یې اخيستی چې په جوړېدو سره به یې ډېرې اوبه مدیریت شي.

ده نیوکه وکړه چې دا مهال د افغانستان د ځمکې لاندې اوبه په بې‌رویې او اسراف سره کارول کېږي. دی وایي ټول د اسلام  مبارک دین د ارشاداتو په رڼا کې مکلف دي چې د اوبو سپما وکړي او په اسراف یې ونه کاروي.

دغه‌راز، د بهرنیو چارو وزارت د ریاست دفتر مرستیال مفتي محب‌الله وثیق د یاد وزارت پيغام ولوست چې په کې راغلي: «دا چې اوبه د ملي شتمنیو لویه برخه ګڼل کېږي نو اړینه ده چې افغانستان اوبه په پایداره توګه مدیریت شي، همدارنګه په ۲۱مه پيړۍ کې د اوبو اهمیت د اوبو په سياستونو کې د افغانستان ځای د اقليمي بدلون پیش‌بینی شوې اغیزې او په هېواد کې دننه د اوبو زیاتېدونکی تقاضا هغه عوامل دي چې باید ستر تاسیسات رامنځته شي.»

په پيغام کې راغلي چې د اوبو د ښه مدیریت په پایله کې کېدای شي سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ لا پياوړي شي څو د شریکو هېواودونو ترمنځ چې د کلتوري او اقتصادي اړیکو تړاو سره لري د اړیکو د لا ښه کېدو باعث شي.

هغه وویل چې افغانستان د خپلو سیندونو له اوبو څخه معقوله او عادلانه ګټه نه ده پورته کړې او د یو پورته پروت هېواد په توګه ورته په کار ده چې  پر یو لویو او زیربنایی تاسیساتو کار وکړي څو له خپلو اوبو معقوله او عادلانه ګټه پورته کړې.

دی وايي: «دا چې پوله تېرېدونکې اوبه د همکاریو وسیله ده نو د اوبو ښه مدیریت او همکاري افغانستان د اوبو د شریکو هېوادونو په اړیکو کې د سولې او ثبات لپاره د یوې وسيلې په توګه کارول کېدای شي. داسې همکاري چې موثره او ګڼ سکتوري وي اود پیاوړو جوړښتونو په پایله کې رامنځته شي.»

د علومو اکاډمۍ غړي سرمحقق دوکتور احمدشاه عمر وردګ «د اوبو حياتي اهمیت او د مصرف غوره لارې چارې» تر عنوان لاندې په علمي مقاله کې وویل چې اوبه تر اکسیجن وروسته یوه مهمه حياتي ماده ده.

هغه زیاته کړه، که له فضا څخه د ځمکې کرې ته وکتل شي هغه به یو شین رنګه او له اوبو ډکه کره ولیدل شي خو له دې سره سره ډېرې اوبه د کارولو وړ نه دي، له هرې ممکنې لارې باید د اوبو سپما وشي.

دی وايي: «د ځمکې د ۵۱۰ میلیون کیلومټر مربع مساحت نږدې ۳۵۰ میلیون کیلومټره مربع مساحت یې اوبو نیولی او پاتې ۱۵۰ میلیون متره مربع یې وچه تشکیل شوې، له دې سره سره د پاکو اوبو تامین سترو پانګونو ته اړتیا لري ځکه د ځمکې ۹۷ سلنه اوبه په سمندرونو کې دې او د مالګې لرلو له امله د کارونې وړ نه دي، دوه سلنه یې په قطبي یخچالونو کې چې لاسرسی ورته ممکن نه دی، یوازې په نړۍ کې له شته اوبو یوازې یو سلنه یې خوږې او د کارونې وړ دي.»

هغه له هر افغانه وغوښتل، که د ورځې یو لېټر اوبه کمې مصرف او سپما کړي، نو په یوه ورځ کې به افغانستان کې تر څلوېښت میلیون لېټره اوبه وسپمول شي.