کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۳): د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي چې له یوې موسسې سره یې د نږدې ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړهلیک تېره ورځ د دې ادارې د سرپرست ملا نورالدین ترابي او د «مېشن ایسټ» موسسې عمومي رییس سهراب کاکړ ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.
سرچینې زیاته کړې، د دغه هوکړهلیک له مخې به یاده موسسه ۶۹۷ زره او ۴۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د ژمي له امله ۱۸۵۴ احتمالي زیانمنو او مستحقو کورنیو ته په بدخشان ولایت کې د ژمي لپاره د سونتوکو برابرولو په موخه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ ډالر و وېشي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې وړمه ورځ هم د اغاخان له پراختیایی شبکې سره د ۹۹۶ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP