Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ستره محکمه: پکتيا کې پر يو قاتل باندې د قصاص حکم پلی شو

ګردېز (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۳): ستره محکمه وايي چې د پکتیا ولایت په مرکز کې پر يوه «قاتل» د قصاص حکم پلی شو.

د سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قصاص دغه حکم نن د ګردېز په ورزشي لوبغالي کې عملي شو.

سرچینه وايي چې دغه کس ایاز نومېده د میرزکي د کړکین خولې سیمې اوسېدونکی و او د حبیب‌الله په نوم یو بل کس یې په کلاشینکوف وژلی و.

خبرپاڼه همداشان زياتوي چې د اسلامي امارت درې‌ګونو نظامي محکمو ياده موضوع په دقيق ډول څېړلې او همداشان د اسلامي امارت مشر له تاييد وروسته نن د قصاص دغه حکم د زرګونو کسانو په مخ کې تطبيق شو.

خبرپاڼه زياتوي چې د مقتول کورنۍ ته د عفوې او سولې وړانديز شوی و خو د نه منلو او انکار وروسته د قصاص حکم پلی شو.

ورته وخت کې، د دغه حکم د تطبیق یوه عيني شاهد محمداجان پژواک ته وويل، حکومتي مسوولينو او قومي مشرانو تر ډېره هڅه وکړه چې د مقتول کورنۍ عفوې ته راضي کړي خو ويې نه منله او د قصاص حکم عملي شو.

هغه زياته کړه: «موږ دلته راغلو د کورنیو چارو وزیر هم راغلی و او نور مسوولين هم وو چې عفوه ورته وکړي خو ويې نه منله نو نور خو د خدای حکم و، هغه په دې کس باندې تطبيق شو.»

دغه راز، یوه بل کس سیدالله هم پژواک ته وويل چې د قصاص حکم په تطبيق سره په ټولنه کې د ډېرو ستونزو مخه نيول کېږي.

خو هغه غوښتنه وکړه چې د قصاص پر ځای دې يو بل ته بښنه وشي.

د معلوماتو له مخې، د دغه قصاص د حکم پلي کېدو ته د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني، د کابیني یو شمېر غړي او عام خلک ورغلي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.