Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یونیسف د سمنگان له ولایتي روغتون سره د طبي تجهیزاتو مرسته وکړه

ایبک (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۳): سمنګان کې روغتیايي مسوولین وايي چې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د دغه ولایت له ولایتي روغتون سره د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته وکړه.

د سمنګان ولایتي روغتون امر ډاکتر سیدعثمان حمیدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه مرسته د عامې روغتیا ریاست او ولایتي روغتون د امریت په وړاندیز او د نسايي ولادي برخې ناروغانو اړتیاوو ته په کتو شوې ده.

هغه د سمنګان له خلکو سره د یونیسف له دې مرستې هرکلی وکړ او ویې ویل چې له دې مرستې به ناروغانو ته د لا ښو روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې استفاده وشي.

د هغه په خبره، په یاده مرسته کې د ګرمولو دستګاه، د بې‌وخته نوو زیدلو د ساتلو دستګاه، التراسونډ، د زیږون مېز او د اړتیا وړ نور توکي شامل دي چې ارزښت یې ۵۰ زره امریکايي ډالر کیږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.