Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میرانشاه کې چاودنې پنځه کسان وژلي او ۱۴ نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۳): د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې چاودنه شوې چې د څلورو ماشومانو په ګډون یې پنځه کسان وژلي او ۱۴ نور ټپیان دي.

مشال راډیو د سیمه‌ییزو امنیتي چارواکو له قوله لیکلي چې نن سهار د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه د تپې سیمې په یوه کور کې بارودو چاودنه کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې: «په یوه کور کې ځینو کسانو په مازدا موټر کې بارود ځای پر ځای کول چې چاودنه وشوه او ورسره نږدې بل کور هم ړنګ شو چې په کې یوه ښځه او څلور ماشومان ووژل شول.»

په راپور کې راغلي چې په چاودنه کې د درېیو ښځو او اوو ماشومانو په ګډون  ۱۴ کسان ټپیان شوي هم دي.

سرچینې د ځایي خلکو له قوله لیکلي چې چاودنه ډېره زوروره وه او دوه کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.

دغه راز، د میرانشاه د روغتون مشر ډاکټر حمیدالله شاه یوې خبري غونډې ته ویلي چې له ژوبلو کسانو یې ځیني بنو ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې چې د لړم په ۱۹مه د بلوچستان د مرکز کوېټې ښار د رېل‌ګاډی په یوه تمځای کې هم چاودنه وشوه چې په کې ۲۱ کسان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.